You can edit almost every page by Creating an account. Otherwise, see the FAQ.

عمربورا زماني

From EverybodyWiki Bios & Wiki

Script error: No such module "AfC submission catcheck".


مسافر لیکوال ( ۱۹ ) ښاغلی عمر بورا زماني کله کله یو لیکوال ' یو شاعر یا کوم د بل هنر خاوند ټول عمر کار او خواري وکړي په لسګونو او زرګونو بیتونه ' شعرونه او مطالب ولیکي خو چې قسمت ورسره یاري نه کوي نو د نوم او شهرت خاوند نه شي خو برعکس کله کله داسې هم کیږي چې یو شاعر یا یو سرتېرې او فنګار بیا هسې د وخت د غوښتنو او د خلکو د زړونو سره سمه یوه خبره یا یوه توره وکړي نو په یو دم د نوم او شهرت خاوند شي د میوند ملاله په یوې ټپې د تاریخ مېرمنه شوه ارواښاد غازي میر زمان خان د انګریزي ښکېلاک پر وړاندې په سرښندنه او مېړانه یو ملي اتل شو او نوم یې نه یواځې زموږ په سیاسي تاریخ کې ثبت او ضبط شو بالکل د مېړانې او غیرت شهرت یې زموږ ولسي ادب ته هم لار وکړه په شعرونو ' لڼډیو ' داستانونو او نکلونو کې هم پاتې شو. ښاغلی بورا هم زموږ د همدغه غازي نیکه د نغري یوه سپرغۍ ده چې ددې سره هم بخت یاري وکړه او د یوه شعر په ویلو ټول ولس ورسره بلد او اشنا شو او همدغه شعر یې د پېژندنې او شناخت لامل شو : ای وخته بېرته راشه یو افغان وزېږوه نو بیا یو احمدشا او میرویس خان وزېږوه ښاغلی عمر بورا زماني د نیک محمد خان زماني زوی د ارواښاد شیر محمد خان زماني لمسی د افغانستان د یو ملي اتل او د خپلواکۍ د محاذ د نامتو قوماندان او د ارنوۍ سوبمن ( فاتح )غازي میرزمان خان کونړي کړوسی دی. ښاغلی بورا زماني د افغانستان د کونړ ولایت په وټه پور کې د کیمهګام په کلي کې په کال (۱۹۷۵ م) کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي. خو لا ماشوم و چې په کال ( ۱۹۸۲ مېلادي) کې د بدمرغه او سپېره انقلاب ( کودتاء) توپاني څپو له خپل کلي او کوره بې کوره او بې اوره کړ محکومې پښتونخوا ( پېښور) ته کډه شول او خپلې لومړنۍ ' منځنۍ او لوړې زده کړې یې د محکومې پښتونخوا د پېښور ښار د کوز کهکال د شاهین ټاون او چینار روډ په الفاروق پبلک سکول ' اسلامیه پیلک سکول او د مردان او چارسدې په کالجونو کې او همدا ډول د پېښور یونیورسټۍ نه فارغ شوی دی او په سیاسي علومو یعنې په پولیټیکل سائینس کې یې تر ماسټري لوړې زده کړې په پښتونخوا کې سرته رسولي دي. د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ تر ړنګېدلو وروسته د کورنۍ جګړې او د مجاهدینو تر منځ د دښمنۍ د ناروا جګړو له امله د زرګونو نورو افغانانو په څېر ښاغلی بورا هم اړ وت چې خپل دویم کور او محکومې پښتونخوا نه هم لرې د اروپا مهاجر او مسافر شي او په دې ترڅ کې د ډنمارک هېواد (۱۹۹۷م) ته ولاړ او تر ننه په ډنمارک کې مېشت دی. ښاغلي بورا د زده کړې او تعلیم سره د مینې له مخې په ډنمارک کې هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او د وخت او ټیکنالوجۍ د غوښتنو سره سم یې د " ای ' ټي ' په څانګه کې د سافټویر ډيپلوم تر لاسه کړ ' خو څه وخت وروسته یې د لوجیستیک منجمینټ په برخه کې هم زده کړې وکړې او اوس په همدې برخه کې رسمي کار کوي. که هم څه ښاغلي بورا په خپله مورنۍ ژبه کې زده کړې نه دي کړي لکه څنګه مې چې مخکې یادونه وکړه نوموړي زده کړې په پښتونخوا کې په اردو او انګلیسي ژبو کړي دي خو بیا هم د خپلې ژبې سره د مینې له امله په پښتو لیکل او شاعري کوي. پښتو سره بې کجې مینې اړ کړ چې په پښتو ژبه کې د یوې مهالنۍ خپرونې (مجلې /۲۰۱۰/ جنوري ) بنست کښېږدي او کلونه یې د " بورا " په نوم د پېښور نه چاپ او خپره کړه او ترڅنګ یې د بورا په نوم یو ویب سایټ هم جوړ کړ او د بورا لیکل او مطالب یې د ویب سایټ او تخنیک له لارې د نړۍ هر ګوډ ته ورسول او همدا ډول ښاغلي بورا د پښتو سره د خپلې مینې د اثبات په خاطر د بورا چاپي مجله هم ډېرو افغانانو ته د پوسټ له لارې په خپل لګښت ورلېږله. ښاغلی بورا د پښتو ژبې یو حساس شاعر دی د شعر پیغام یې رسا او غښتلی دی د مینې او محبت د غزلونو سره سره د وطن دردونه او ملي ویاړونه هم د نوموړي د شعر بسټیز توکي او غایه ده. یو شمېر فنکارانو او سندرغاړو یې شعرونه هم ویلي دي چې د يوټیوب ' فیسبوک او راډیو تلویزیون له پردو او څپو له لارې اورېدل او لیدل کېدای شي. ښاغلی بورا د " سپوومۍ ځلا " تر نامه لاندې یوه شعري چاپي ټولګه لري دویمه ټولګه یې د " د بورا د زړه ارمان یو افغان یو افغان " تر نامه لاندې راټوله کړې ده وایي چې سږکال به یې چاپ ته وسپاري. ښاغلی بورا وایي چې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې د علمي سیمینارونو او د افغانستان نن او سبا کتابونو راټولوونکی هم دی کوم چې په ۲۰۱۸م کې د ملي تحریک له اړخه چاپ او خپاره شوي دي. په ډنمارک کې د سیاسي او فرهنګي فعالیتونه په اړه ښاغلی بورا وایي: د افغان ډنمارکي کلتوري ټولنې جوړوونکی او لومړی مرستیال یم ' په ډنمارک کې د ملي تحریک لومړی مرستیال پاتې شوی یم او اوس یې د مشرتابه جرګې غړې یم. په ډنمارک کې د لوی افغانستان د غورځنګ مسؤل وم. د ډنمارک د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر تابه جرګې غړی او د ډنمارک د کډوالۍ شورا د مشورتي بورډ غړيتوب هم لرم. دا یې هم د کلام بېلګې: اى وخته بېرته راشه اى وخته بېرته راشه يو افغان وزېږوه نن بيا يو احمد خان يا ميروس خان وزېږوه چې ننګ په وطن وکړي داسې ځوان وزېږوه په شان د خوشحال خان يا باچا خان وزېږوه راپورته چې بيرغ د ازادۍ كړي په هېواد بيا داسې يو بادشا لکه امان وزېږوه

چې جوړه کړي  انګرېز  ته بيا غزا د ارنوۍ 

يو داسې لوی غازي مير زمان خان وزېږوه قربان چې سر او مال كړي له وطن او له ناموسه په مينه د وطن کې افغانان وزېږوه ټپې د ازادۍ کړه بورا ته په خيالونو اوس راشه په شعرنو کې طوفان وزېږوه بله بېلګه یې : لوی افغانستان راځئ چې لوی افغانستان شو سره په لر او بر کې یو افغان شوه سره د احمد شاه بابا را پاتې وطن یو ځل چې بیا یې واکدارن شو سره د خپل وطن د آبادۍ په خاطر راشئ د سولې لوی کاروان شو سره فخرې افغان ارمان په ګور پوره کړو د خپلې خاورې وارثان شو سره په علم پوه لوی کارونه کېږي راځئ په دغه لار روان شو سره د بورا خوب به بیا تعبیر پیدا کړي که بیا یو ځای په دې جهان شو سره.


References[edit]


This article "عمربورا زماني" is from Wikipedia. The list of its authors can be seen in its historical and/or the page Edithistory:عمربورا زماني. Articles copied from Draft Namespace on Wikipedia could be seen on the Draft Namespace of Wikipedia and not main one.